IQNA

د غزالی سینمایی ښارګي  منظره په فیلم کې (فیلم)

په هغه تاریخ کې  تنفس  چې غزالي ئې انجنئیر دی

6:23 - October 30, 2024
د خبر لمبر: 3490082
ایکنا - غزالی ټاؤن یا ښارګی او کمپلیکس زیاتره له پهلوي پړاؤ سره اړونده ودانیز، واټيز ډیکوریشنونه لري چې په پخواني تهران کې د ټيلیویژني سریالونو  او فیلمونو لپاره  پلان شوی دی .
 

 ایکنانیوز  راپور راکړی، د غزالي سینمائي ښارګی  د هغو ډيرو فیلمونو اوسریالونو د تولید ځاي دی چې  د علی حاتمي په همت سره د ؛هزار دستان ؛نومې سریال ډیکوریشن (سیټ ډیزاین) ددغه ښارګي  یا ټاؤن د فعالیت پیلونکی دی او اوس په اصولي مدیریّت سره  ئې د هغه پراختیا  او مساحت ئې ، له ۲۱هیټکرو څخه ۶۳ هیټکرو ته رسیدلی  او  دهغو ګودامونه په نولسو فعالو سټوډیوګانو بدل شوي دي.

دغه کمپلیکس  زیاتره له پهلوي پړاؤ سره اړونده ودانیز، واټيز ډیکوریشنونه لري چې  په پخواني تهران کې د ټيلیویژني سریالونو  او فیلمونو لپاره  پلان شوی دی .

که څه هم  دغه ښارګی  په رسمي توګه  د؛ایران د سینمائي او ټيلیویژني ښارګي ؛ باندې مشهور  او بدل شوی دی ، خو هماغه شان  د غزالي په عنوان سره پيژندل کیږي.

حاتمي دا د  هزار داستان نومې سریال  د فیلم  جوړونې لپاره او د ایټالیائي  پلانونکو په مرستې سره جوړ کړ.ددغه ښارګي  جوړیدا په ۱۹۸۰ کال کې پیل شوه او په ۱۹۸۳کال کې پاي ته و رسیدله . په ۱۹۹۴کال کې په رسمي توګه افتتاح شو او  د وخت په تیریدا سره ئې پراختیا موندلې ده.

دغه ښار  درې اصلي برخې لري.

1         د جاهلیت د پړاؤ  کمپلیکسونه یا ټولګې ، په 15000 مربع میټر مساحت سره ، د مریم مقدس په څير د تولیداتو لپاره.

2          له اسلامه د وروسته پړاؤ ټولګې ، د امام علی  او ولایت عشق په څير  د سریالونو  لپاره  په 35000 مربع میټر پراخوالي سره .

3         د اوسمهال  ټولګې ،له تیرې پيړئ  سره داړونده سینمائي فیلمونو د تولید لپاره  په 62000 مربع میټر مساحت سره.

په غزالي سینمائي ښارګي کې د لاله زار په سړک او د تهران د  تاریخي سړکونو څخه دنورو ماډلونو  په څير سمبولیکې ټولګې شاملې دي چې   دا د لیدونکو  لپاره   د لیدو په وخت کې د سفر یوه تجروبه  بدلوي.

دغه سینمائي ښارګی  د ایران  د سینمائي تاریخي  د ساتلو لپاره حیاتي دی او هماغه شان  د فیلم اوټيلویژني  پروګرامونو او سریالونو  په تولید کې چورلیز رول  ولري.

 

 

 

3490459

captcha